سویلي آسیا

په خیبر پښتونخوا کې په دوو جلا پېښو کې څلور پاکستاني پولیس وژل شوي

انځور- له ارشیف څخه د پاکستان سرتیری

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د خیبرپښتونخوا ایالت د بنو او لکي مروت سیمو کې په دوو جلا جلا پېښو کې، د موټرسایکل‌سپرو وسلوالو له‌خوا پر پولیسو ډزې شوې دي چې په پایله کې یې څلور پولیس وژل شوي دي.

 د راپورونو له مخې، په لومړۍ پېښه کې په لکي مروت سیمه کې درې تنه د ټرافیک پولیس په نښه شوي او وژل شوي دي، او په بله پیښه کې چې د بنو په سیمه کې شوې، یو بل پولیس وژل شوی دی.

 یادو رسنیو زیاته کړې چې دا دواړه پېښې د څلورو ساعتونو په واټن کې رامنځته شوې دي.

دا بریدونه په داسې حال کې کیږي چې په دې وروستیو کې په خیبر پښتونخوا، په ځانګړې توګه په جنوبي ضلعو لکه بنو، لکي مروت او ډېره اسماعیل خان کې پر امنیتي ځواکونو او پولیسو بریدونه په بې ساري ډول زیات شوي دي.

له هغه وخته چې د پاکستان حکومت او تحریک طالبان پاکستان ترمنځ د اوربند لړۍ ماته شوې، په صوبه کې وسلوال فعالیتونه ګړندي شوي او پولیس چې په لومړۍ کرښه کې د امنیت مسوولیت لري، په پرله پسې ډول په نښه کیږي.

د ناامنۍ د همدې تازه څپې په غبرګون کې په ډېریو پښتون مېشتو سیمو کې ولسي لاریونونه هم شوي چې له حکومته یې په خپله خاوره کې د امن د ټینګښت او د هدفي بریدونو د مخنیوي جدي غوښتنه کړې ده.