الجزیره په خپل راپور کې وايي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه حیرانوونکې ادعا چې ګواکې امریکایي ځواکونو د وینزوېلا ولسمشر نیکولاس مادورو او د هغه مېرمن سیلیا فلوریس د دغه هېواد پر ضد د «پراخو بریدونو» په ترڅ کې نیولي دي، نړۍ حیرانه کړې ده.
راپور زیاتوي د وینزوېلا مرستیالې ولسمشرې «ډیلسي روډریګز» په یو غږیز پیغام کې ویلي چې حکومت د مادورو او د هغه د مېرمنې له درکه ناخبره دی او له واشنګټن څخه یې د دې ثبوت غوښتی چې ایا هغوی لا هم ژوندي دي که نه.
الجزیره وايي د مادورو نیول کېدل د نړۍ د هغو نورو مشرانو برخلیک را یادوي چې پخوا د متحده ایالاتو له خوا نیول شوي وو.
یاد خبري اژانس وړاندې وايي په دې کې تر ټولو مشهوره پېښه د عراق د پخواني ولسمشر صدام حسین ده، چې په ۲۰۰۳ کال کې د امریکا تر برید نهه میاشتې وروسته په یوه کنده کې ونیول شو او په ۲۰۰۶ کال کې په دار وځړول شو.
راپور داغه راز وړاندې وايي همدا راز د پاناما پخوانی نظامي مشر مانویل نوریګا هم په ۱۹۸۹ کال کې د امریکا په یو مستقیم پوځي برید کې ونیول شو او د مخدره توکو د قاچاق په تور د امریکا زندان ته واستول شو.
اژانس وايي دا چټک پرمختګونه په کارابین سمندر او ختیځ ارام سمندر کې د امریکایي ځواکونو له تکراري بریدونو وروسته رامنځته کېږي. واشنګټن ادعا کوي چې دا بریدونه یې د مخدره توکو د قاچاق د مخنیوي او د «ډیموکراسۍ د بیا ټینګښت» لپاره کړي دي.
د مادورو نیول کېدل چې واشنګټن پرې د «مخدره توکو د ترهګرۍ» او په ټاکنو کې د درغلیو تورونه پورې کړي وو، ښایي د لاتینې امریکا په سیاست کې یو لوی تاریخي بدلون راولي.
که څه هم سپینې ماڼۍ دا یو بریالی عملیات بللی، خو د وینزوېلا نږدې متحدینو لکه روسیه، چین او ایران دا عمل د یوه خپلواک هېواد په کورنیو چارو کې ښکاره مداخله او د نړیوالو قوانینو خلاف عمل بللی دی.
اوسمهال په زرګونو امریکایي سرتېري په جنګي بېړیو کې د وینزوېلا د سواحلو په لور روان دي او سیمه د یوې بلې لویې ناامنۍ په درشل کې ولاړه ده.
