د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د مرغومی ۱۱ – د ۸ بجو خبرونه

د طالبانو مشر هبت‌الله اخندزاده په یوه نوي فرمان کې نږدې پنځلس طالب چارواکي، چې په کې درې والیان، دوه د والي مرستیالان او یو شمېر امنیتي او دفاعي چارواکي شامل دي، له یوه مقامه بل مقام ته ګومارلي دي.

د طالبانو ویاند پر اېکس پاڼې په یوه یادښت کې لیکلي، چې دغه ګومارنې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت تر چتر لاندې ترسره شوې دي. د دغو بدلونونو په لېست کې دا هم ښکاري چې حتا په کندهار کې د طالبانو د حمایوي کنډک قومندان هم د طالبانو د مشر هبت‌الله اخندزاده په مستقیم امر ټاکل شوی دی.

دغه ګومارنې د کورنیو چارو وزارت تر چتر لاندې، د هبت‌الله اخندزاده په امر، په داسې حال کې ترسره کېږي چې د سرچینو د معلوماتو له مخې، د هبت‌الله اخندزاده په مشری د کندهاري طالبانو ډله او د طالبانو د کورنیو چارو وزیر، سراج‌الدین حقاني، په مشری د حقاني شبکې ډله د واک له بیا ترلاسه کولو راهیسې د قدرت د وېش پر سر له جدي اختلافاتو سره مخ دي.

سراج‌الدین حقاني تر دې وړاندې څو ځله په غیرمستقیم ډول په کندهار کې د واک پر انحصار نیوکه کړې ده.