پاکستانۍ رسنۍ راپور ورکوي چې د “څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز” (CRSS) په خپل تازه کلني امنیتي راپور کې، چې نن د ۲۰۲۶ کال د جنوري په لومړۍ نېټه خپور شو، ویلي چې ۲۰۲۵ میلادي کال په تېره یوه لسیزه کې د پاکستان لپاره تر ټولو خونړی او له تاوتریخوالي ډک کال و.
د راپور په تفصیل کې راغلي چې په دغه کال کې د مرګژوبلې کچه د تېرو لسو کلونو په پرتله بې سارې کچې ته رسېدلې ده. د ترلاسه شویو ارقامو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې په ټول پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو او د ترهګرۍ ضد عملیاتو په پایله کې مجموعاً ۳۴۱۷ کسان وژل شوي او ۲۱۳۴ نور ټپیان شوي دي. دا شمېرې د ۲۰۲۴ کال د ۲۵۵۵ مړینو په پرتله ۳۴ سلنه یا په مطلق ډول د ۸۶۲ مړینو زیاتوالی ښيي.
دغه راپور په ګوته کوي چې پاکستان له ۲۰۲۱ کال راهیسې په پرله پسې ډول د پنځو کلونو لپاره د تاوتریخوالي له یوې سختې څپې سره مخ دی، چې دا موده په افغانستان کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره هممهاله ده.
د دې راپور د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې د تاوتریخوالي کچه ۳۸ سلنه، په ۲۰۲۲ کې له ۱۵ سلنې زیاته، په ۲۰۲۳ کې ۵۶ سلنه او په ۲۰۲۴ کال کې نږدې ۶۷ سلنه لوړه شوې وه، چې په ۲۰۲۵ کال کې یې دا خونړۍ لړۍ خپل اوج ته ورسېده.
د دغه هېواد د ټولیزې مرګژوبلې ۹۶ سلنه برخه یوازې په دوو ایالتونو، خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې ثبت شوې ده. په خیبر پښتونخوا کې د مړینو شمېر له ۱۶۲۰ څخه په ۲۰۲۴ کې، په ۲۰۲۵ کال کې ۲۳۳۱ ته لوړ شوی، چې یوازې دا ولایت د هېواد د ټولیزې مړینې ۶۸ سلنه برخه جوړوي او په کالني تاوتریخوالي کې یې ۴۴ سلنه زیاتوالی لیدل کېږي.
راپور وايي په ورته وخت کې، بلوچستان هم له سخت وضعیت سره مخ و او د مړینو شمېر یې له ۷۸۷ څخه ۹۵۶ ته پورته شوی، چې دا د تېر کال په پرتله نږدې ۲۲ سلنه زیاتوالی ښيي.
ګزارش زیاتوي که څه هم ۲۰۲۵ کال په مجموعي ډول خورا خونړی و، خو یوه ټکي ته اشاره کوي چې هغه د اکتوبر په ۱۱مه له افغانستان سره د فرضي پولو تړل کېدل دي.
راپور کې راغلي له دې ګام وروسته، په ترهګریزو بریدونو او د هغو له امله په مرګژوبله کې د پام وړ کموالی لیدل شوی دی. په ډسمبر میاشت کې بریدونه ۱۷ سلنه او په نومبر کې ۹ سلنه کم شوي دي. همدارنګه، د ملکي وګړو په مرګژوبله کې ۴ سلنه او د امنیتي ځواکونو په تلفاتو کې ۱۹ سلنه کموالی ثبت شوی، چې د څېړونکو په باور دا د پولو د سخت کنټرول مستقیمه پایله ده.
په داسې حال کې چې پښتونخوا او بلوچستان د جګړې په لومړۍ کرښه کې وو، د پنجاب او سیند ایالتونو وضعیت ارام و او د هېواد د ټولې مرګژوبلې یې یوازې ۴ سلنه برخه جوړوله.
