افغانستان

اوچا: افغانستان به په ۲۰۲۶ کال کې هم د نړۍ یو له سترو بشري بحرانونو څخه وي

انځور له ارشیف څخه

 

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په خپل تازه راپور کې ویلي چې افغانستان به په ۲۰۲۶ میلادي کال کې هم په نړۍ کې د یو تر ټولو لوی بشري بحران شاهد وي.

په راپور کې راغلي چې د کلونو جګړو، اقتصادي کمزورۍ او په اساسي خدماتو کې د پانګونې نشتوالي د افغانستان ډير خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.

د دې راپور موندنې ښيي چې دا فشارونه اوس د خوړو د نه‌خوندیتوب، له پولو څخه د کډوالو پراخه بېرته راستنېدنه، د اقلیمي بدلون له امله د وچکالۍ، طبیعي پېښو او له ټولنیز ژوند څخه د ښځو او نجونو د سیستماتیک محرومیت له امله نور هم سخت شوي دي.

راپور زیاتوي چې په ۲۰۲۶ میلادي کال کې به نږدې ۲۱.۹ میلیونه کسان، چې د افغانستان د نفوس ۴۵ سلنه جوړوي، بشري مرستو ته جدي اړتیا ولري.

بل لور ته، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (اف اې او) ویلي چې په روان میلادي کال کې یې له افغانستان سره د ۱۰۰ عرادې ټراکټورونو مرسته کړې ده.

دې ادارې زیاته کړې چې اوسمهال ۲۳ زره بزګران په کرنیزو چارو کې له دغو وسایلو ګټه اخلي. د احصایو له مخې، دا ټراکټورونه په ۱۲۵۰۰ هکتاره ځمکه کې کارول کېږي چې د افغانستان د کرنې په ښه والي کې به رغنده رول ولوبوي.