د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې له پاکستان سره د سوداګرۍ له ځنډېدو ۸۰ ورځې تېرې شوې دي، او په دې موده کې، د خوراکي او غیرخوراکي توکو له ۱۱ زره ۵۰۰ زیات بار موټرونه د دې هېواد په سرحدي لارو کې بند پاتې دي، چې له امله یې سوداګرو ته هره ورځ دوه میلیونه ډالر زیان رسېږي.
د دې خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی وايي چې که څه هم بدیلې سوداګریزې لارې فعالې شوې دي، خو د پولو تړلو پاکستان ته هم درانه زیانونه اړولي دي.
په ورته وخت کې، د هېواد یو شمیر وګړي د خوراکي توکو د بیو د لوړوالي په اړه اندیښمن دي.
