مارشال عبدالرشید دوستم وایي، چې طالبان ډيپلوماسي او تفاهم نه درک کوي او یوازې د فشار او زور لاره پېژني.
نوموړي چې د جنرال اکرام الدین سریع د مجازي فاتحې په مراسمو کې یې له یو شمېر نورو پخوانیو جهادي مشرانو او د طالبانو له مخالفو څېرو سره یو ځای خبرې کولې، وویل چې پاکستاني چارواکي څو ځله ده او محمد محقق ته ورغلي او ویلي یې دي، چې طالبان د ګاونډيتوب په اصولو نه پوهېږي.
ورته مهال، د دې ناستې یو شمېر نورو ویناوالو له ایرانه وغوښتل، چې د جنرال اکرامالدین سریع د ترور مسئله، په هر اړخیزه او جدي توګه وڅېړي.
