کډوالي

د پاکستان کراچۍ ښار کې د ۳ ماشومانو په ګډون د ۴ افغانانو جسدونه موندل شوي

د پاکستان رسنيو راپور ورکړی، چې د يکشنبې په ورځ د کراچۍ ښار د سهراب‌ګوټ په سيمه کې د يوه کور دننه څلورو افغان وګړو جسدونه موندل شوي، چې په کې يوه ښځه او درې ماشومان شامل دي.

د پوليسو په وينا، دا جسدونه د «مچهر کالونۍ» په يوه کور کې په ځړول شوي حالت کې موندل شوي او د لومړنيو څېړنو لمخې دا پېښه د «کورنۍ ځان‌وژنې» په توګه څېړل کېږي.

د «ډان» ورځپاڼې د راپور له مخې، پوليسو ويلي چې ۳۵ کلنه ښځه، چې فاطمه نجيب نومېده، ښايي لومړی خپل درې ماشومان، يوه ۱۰ کلنه لور، يوه درې کلنه لور او يو دوه کلن زوی وژلي وي او وروسته يې خپله هم ځان ژونه کړې وي.

د پوليس چارواکو په وينا، نوموړې له رواني ستونزو سره مخ وه او دا پېښه تر ډېره د کورنيو ستونزو سره تړاو لري.

د کراچۍ پوليسو ويلي، د دې ښځې مېړه د پېښې پر مهال په خپل کارځای کې و او کله چې کور ته راستون شو، د خپلې کورنۍ غړو له بې روحه جسدونو سره مخ شو.

پوليسو زياته کړې، چې د پېښې په ځای کې د شخړې نښې نه دي ليدل شوي او ګاونډيانو هم د کومې لانجې غږ نه دی اورېدلی.

د ډان د راپور له مخې، له پېښې وروسته جسدونه د عدلي طب معاينې لپاره روغتون ته لېږدول شوي او د نورو طبي ازموينو لپاره نمونې هم راټولې شوې دي.

ډاکټرانو ويلي، چې د مړينې وروستی لامل به د لابراتواري ازموينو تر پايلو ترلاسه کېدو وروسته اعلان شي.

په همدې حال کې، د ډان د ليکنې له مخې، د پاکستان د سند ايالت د کورنيو چارو وزير د دې پېښې په اړه اندېښنه ښودلې او ژر تر ژءه یې د بې‌طرفه او شفافې پلټنې امر يې کړی دی.

چارواکو ټينګار کړی، چې وروستۍ پايله به د عدلي طبي راپورونو له بشپړېدو او د ټولو شواهدو تر څېړنې وروسته اعلان شي.