نړۍ

ټرمپ: اوکراین او روسیه تر هر وخت ډېر سولې ته نږدې شوي

انځور- د ټرمپ او زیلېنسکي لیدنه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ په فلورېډا کې په خپل شخصي ارام ځای کې د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د کوربه‌توب پر مهال ټینګار وکړ، چې اوکراین او روسیه «تر بل هر وخت اوس» د سولې تړون ته ډېر نږدې شوي دي.

د اسوشیټډ پریس د راپور له مخې، ټرمپ ویلي چې خبرې اترې پېچلې دي او لا هم د دې وېره شته چې دا هڅې ناکامه او جګړه د کلونو لپاره اوږده شي.

د امریکا د ولسمشر دا څرګندونې وروسته له هغې مخې ته راغلې، چې هغه د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره له دوه نیم ساعته ټیلیفوني خبرو وروسته له زلنسکي سره وکتل. پوتین نږدې څلور کاله وړاندې پر اوکراین برید پیل کړی و.

ټرمپ پر دې ټکي ټینګار کاوه چې پوتین لا هم سوله غواړي؛ که څه هم روسیې کټ مټ په هغه وخت کې پر اوکراین نوي بریدونه پیل کړل چې زلنسکي د خبرو اترو د وروستي پړاو لپاره امریکا ته روان و.

پرون ناوخته ټرمپ له زلنسکي سره په ګډه خبري غونډه کې وویل: «امریکا غواړي د اوکراین بریا وویني.» هغه په وار وار د خپل اوکرایني سیال مېړانه وستایله او هغه یې «زړور» وباله.

ټرمپ او زلنسکي دواړو ومنله چې ځینې پېچلې مسلې لا هم پر خپل ځای پاتې دي؛ لکه دا چې ایا روسیه به هغه سیمې له ځان سره وساتي چې اوس یې لاندې کړې دي، او دا چې اوکراین ته به داسې کوم امنیتي ضمانت ورکړل شي چې په راتلونکي کې پرې بیا برید ونه شي.

له دې لیدنې وروسته، دواړو لوریو د اروپايي مشرانو له یوې لویې ډلې سره اړیکه ونیوله، چې په هغو کې د اروپا د کمیسیون مشرې اورزولا فون دیر لاین او د فنلنډ، فرانسې، جرمني، بریتانیې او پولنډ مشران شامل وو.