د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د مرغومی ۷ – د ۸ بجو خبرونه

دوو سرچینو آمو ته ویلي چې د طالبانو د استخباراتو د رئیس عبدالحق وثیق مرستیال نعمان د جمعې په ورځ د کابل په بتخاک کې په یوه مشکوکه پېښه کې مړ شوی او د شنبې په ورځ د کابل په بګرامي سیمه کې خاورو ته وسپارل شو.

سرچینې ټینګار کوي چې نوموړی د ګاز ډبې د چاودنې له امله مړ شوی او د هغه د کورنۍ یو غړی هم ټپي شوی دی.

طالبانو تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.