د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د مرغومی ۶ – د ۸ بجو خبرونه

په تاجکستان کې د روسیې سفیر، د افغانستان او تاجکستان ترمنځ پر پوله وروستیو ناامنيو او بریدونو ته په اشارې سره ویلي، چې د افغانستان ناپایداره وضعیت د مسکو او دوشنبې ترمنځ د امنیتي او پوځي همکاریو ارزښت، «دوه برابره» کړی دی.

بل لور ته، د الجزیرې شبکې راپور ورکړی چې چین هم د تاجکستان او افغانستان د پولې په اوږدو کې د ناامنيو له زیاتېدو اندېښنه ښودلې ده.

د الجزیرې د راپور له مخې، له سرحدي بریدونو وروسته چینايي چارواکو د خپل هېواد وګړو او شرکتونو ته سپارښتنه کړې چې پولې ته نږدې سیمې پرېږدي. د راپور پر بنسټ، چین د تاجکستان له حکومت څخه هم غوښتي چې په دغه هېواد کې د چینايي وګړو او ګټو د خوندیتوب لپاره لازم امنیتي ګامونه پورته کړي.