د خيبرپښتونخوا ايالت د صوابۍ ځايي چارواکو د رسمي اخطاريهوو په صادرولو سره په ګوهاتي سيمه کې د «باراکای افغان» او د «ګنداف افغان» په نوم دوو لويو کمپونو کې مېشتو افغان کډوالو ته امر کړی، چې دغه کمپونه تخليه او افغانستان ته ستانه شي.
د صوابۍ سيمهييزې ادارې د ویناو له مخې، دا اقدام د پاکستان د حکومت د هغې کړنلارې په چوکاټ کې تر سره کېږي، چې موخه يې د افغان کډوالو د کمپونو بشپړه تخليه ده.
د يادې کړنلارې له مخې، د ټولو کمپونو د تخليې وروستۍ نېټه د ډسمبر ۳۰مه ټاکل شوې او اړوند خبرتیاوې په رسمي ډول د دغو کمپونو اوسېدونکو ته سپارل شوې دي.
په خپرو شويو خبرتياوو کې ويل شوي، چې چارواکي په پام کې لري د ډسمبر پر ۳۱مه د يو رسمي عملياتو په ترڅ کې د «باراکای افغان» (ګوهاتي) او «ګنداف افغان» کمپونه په بشپړه توګه ونړوي.
د صوابۍ ځايي ادارې ټينګار کړی، چې د ټاکلې نېټې تر رسېدو پورې بايد د دغو کمپونو بشپړ تړل عملي شي.
خو د پاکستان رسنيو راپور ورکړی، چې دغه اخطاريې د اړوندو مسؤلينو له لارې کډوالو ته رسول شوې او پکې ټينګار شوی، چې دا د استوګنځایونو او کاري وسايلو د لېږد لپاره وروستۍ خبرتيا ده.
په دغو خبرتیاوو کې له کډوالو غوښتل شوي، چې د پاکستان د حکومت له کړنلارو سره سم د بېرته ستنېدو بهير پيل کړي.
د پاکستان ځايي چارواکو خبر ورکړی، که دغه لارښوونې پر وخت عملي نه شي، نو ښايي حکومت په جبري اقداماتو لاس پورې کړي.
