د کارکوونکو د معاشونو د ځنډولو په امر کې ټول وزارتونه شامل دي.
د هغو معلوماتو له مخې چې د مالیې وزارت د یوې سرچینې په ګډون د څو سرچینو لخوا آمو ته تایید شوي، د دولتي ادارو ټولو کارکوونکو ته د معاشونو ورکول ځنډول شوي دي.
طالبانو تر اوسه د دې پریکړې په اړه وضاحت نه دی ورکړی، خو خبري سرچینې وايي چې دا امر په ټولو وزارتونو پلي کیږي.
له دې سره، د طالبانو د دولتي ادارو کارکوونکي وايي چې د معاشونو د ورکړې ځنډول به دوی له جدي اقتصادي ننګونو سره مخ کړي، په ځانګړې توګه د ژمي په موسم کې.
