پاکستاني عالمانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له طالبانو غوښتي چې په افغان خاوره کې د فاسدو، ویجاړونکو او د پاکستان ضد ډلو فعالیتونه ودروي.
په دې خبرپاڼه کې، پاکستاني عالمانو ټینګار کړی چې افغان خاوره باید د پاکستان پر ضد ونه کارول شي او د طالبانو او پاکستان ترمنځ اوسنی کړکېچ باید د خبرو اترو له لارې حل شي.
د خبرپاڼې په دې برخه کې، د افغانستان له نوم اخیستلو پرته، ویل شوي چې زده کړه د نارینه وو او ښځو دواړو لپاره فرض ده او هیڅوک باید له دې محروم نه شي.
په همدې حال کې، د پاکستان د جمعیت علمای شورا مشر، مولانا فضلالرحمن، د پاکستان د پوځ له لوري پر کابل د برید نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان حکومتونه له ظاهرشاه تر اشرف غني پورې، تل د هند پلوي وو.
