افغانستان سوداګري

د قرغیزستان چارواکو له طالبانو سره د ټرانزیټ برخې امنیت په تړاو خبرې کړي

کابل کې د قرغیزستان د پلاوي او طالبانو د ټرانسپورټ وزارت مرستیال لیدنه

د قرغیزستان چارواکو او طالبانو استازو کابل کې د ټرانزیټ د امنیت او د ټرانسپورټي همکاریو د پراختیا په اړه لیدنه او خبرې کړې دي.

د قرغیزستان د رسنیو د راپور له مخې، د دغه هېواد د ټرانسپورټ او مخابراتو وزارت مرستیال، الماز تورگونبایف، د طالبانو د ځمکني ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت له مرستیال عبدالحیدري سره کتلي دي.

د قرغیزستان د ټرانسپورټ وزارت د اعلامیې د مالوماتو لمخې د لیدنې په مهال دواړو لورو د ټرانسپورټي همکاریو د پراختیا او د نړیوال ټرانسپورټ د کچې د لوړولو په اړه بحث او نظرونه شریک کړي دي.

په دې ناسته کې قرغیزستان د ۲۰۲۶ کال لپاره د ۱۰۰۰ ټرانزیټي موټرو د جوازونو د تبادلې وړاندیز کړی، چې د طالبانو لخوا یې د همکاریو ژمنه شوې ده.

دغه راز طالبانو د دوه‌اړخیز ټرانزیټي تړون د لاسلیک وړاندیز هم مطرح کړی دی.

د بار وړونکو محمولو امنیت او د افغانستان له لارې ایران او پاکستان ته د ټرانزیټي لارو د کارولو په برخه کې د قرغیزستان لېوالتیا د دې لیدنې او بحث له مهمو محورونو بلل شوي دي.