د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د لېندۍ ۳۰ – د ۸ بجو خبرونه

نن سهار، د کابل د میرعلم منډوي په سرای کې پراخه اورلګېدنه رامنځته شوې ده.
دوکانداران وايي، دا اورلګېدنه شاوخوا ۴ بجې پیل شوه او تر ۱۲ بجو پورې یې دوام وکړ.

له دې سره، د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، په دې پېښه کې ۸ دوکانونه او ۱۰ ګودامونه زیانمن شوي، چې شاوخوا ۷۰۰ زره ډالره مالي زیان یې اړولی دی.