د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج حقاني کندهار ته سفر کړی دی. لا تر اوسه روښانه نه ده چې د دې سفر موخه څه ده او ایا هغه به له هبت الله اخندزاده سره وویني که نه؟
دا سفر داسې مهال شوی چې حقاني تازه په غیرمستقیم ډول د طالبانو د جوړښت په چوکاټ کې د بحران د رامنځته کېدو خبرداری ورکړی دی.
هغه په خوست کې په یوه غونډه کې د وېرې او ځورونې حکومت او له خلکو سره د طالبانو د چلند په اړه نیوکه کړې.
