د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فرمان یوه برخه، له دې پرته چې د افغان وګړو ځانګړې یادونه وکړي، ښيي چې د دغه هېواد د ځانګړې کډوالۍ ویزې (اس آی وي) معافیت نه دی لغوه شوی او درلودونکي یې امریکا ته له سفري ممنوعیت څخه مستثنی دي.
تر دې وړاندې په متحده ایالاتو کې د افغان پناه غوښتونکو ملاتړي بنسټ یا «افغان ایویک» په یوه بیانیه کې د ټرمپ د دغه فرمان د غندلو ترڅنګ ویلي وو، چې د ځانګړې کډوالۍ ویزې دوسیې لرونکو افغانانو لپاره د ویزو د صدور معافیت او امریکا ته د هغوی سفر لغوه کړی دی.
خو د ټرمپ د فرمان په یوه برخه کې راغلي: «د پېژندل شویو د اندېښنې وړ هېوادونو د وګړو د ننوتلو د بشپړ تعلیق دوام. متحده ایالاتو ته د لاندې هېوادونو د وګړو ننوتل، د هغې پر بنسټ چې په ۱۰۹۴۹ شمېره اعلامي فرمان او همدارنګه په دغه سند کې ټاکل شوي دي، د تعلیق او محدودیت په حالت کې پاتې کېږي؛ خو په دې شرط چې دغه ځنډ او محدودیتونه د عمومي استثناوو او ځانګړو معافیتونو (چې په خاصه توګه څېړل کېږي) تابع دي، کوم چې د دغه فرمان په شپږمه برخه کې تشریح شوي دي.»
د ټرمپ د نوي فرمان د شپږمې برخې په پنځم بند کې وضاحت ورکړل شوی چې په ممنوعه لیست کې د شاملو هېوادونو د وګړو د ننوتلو تعلیق او محدودیت، د متحده ایالاتو د حکومت د کارمندانو لپاره د کډوالۍ ځانګړې ویزې نه شاملوي.
د امریکا د کډوالۍ ځانګړې ویزه، په متحده ایالاتو کې د پناه غوښتونکو د منلو له پروګرامونو څخه ده چې د یو شمېر جګړه ځپلو هېوادونو، لکه د افغانستان چې امریکايي ځواکونو پکې شل کاله شتون درلود، ځانګړې شوې ده؛ خو په دغه فرمان کې د دې په اړه چې ایا دا استثنا د افغانستان وګړو لپاره هم په پام کې نیول شوې، په څرګند ډول څه نه دي ویل شوي.
دا په داسې حال کې ده چې سپینې ماڼۍ تر دې وړاندې اعلان وکړ چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ، امریکا ته د سفري ممنوعیت په لیست کې شامل هېوادونه زیات کړي او ۱۲ هېوادونه، له هغې ډلې افغانستان یې د خطر لرونکو هېوادونو په لیست کې شامل کړی دی.
د سپینې ماڼۍ د بیانیې پر بنسټ، ډونالډ ټرمپ د یوه فرمان په لاسلیک کولو سره متحده ایالاتو ته د افغانستان په ګډون د دغو ۱۲ هېوادونو د ټولو وګړو سفر په بشپړ ډول ممنوع کړی دی.
سپینې ماڼۍ وویل چې دا هېوادونه د ملي امنیت د ګواښونو او عامه خوندیتوب په وړاندې د ملت د ساتنې لپاره په سکرینینګ، څېړنه او د معلوماتو په شریکولو کې ښکاره، پرله پسې او سختې نیمګړتیاوې لري.
په دغه بیانیه کې د متحده ایالاتو د ولسمشر د دغه ګام هدف د امریکا د ملي امنیت ساتنه او د دغه هېواد د وګړو عامه خوندیتوب یاد شوی دی.
میانمار، چاډ، د کانګو جمهوریت، استوایی ګینه، اریتریا، هایتي، ایران، لیبیا، سومالیا، سوډان او یمن د افغانستان ترڅنګ له هغو هېوادونو څخه دي چې وګړي یې د ټرمپ د دغه فرمان پر بنسټ، په بشپړ ډول د سفري ممنوعیت په لیست کې شامل شوي دي.
په دې وروستیو کې ټرمپ بورکینافاسو، مالي، نایجر، جنوبي سوډان، سوریه، فلسطین، لاوس، سیرالیون، بوروندي، کیوبا، توګو او وینزویلا هم د دغو ممنوعه هېوادونو په لیست کې شامل کړل او همدارنګه یې هغه څه چې «جزئي محدودیتونه» بلل شوي پر انګولا، انټيګوا او باربوډا، بینین، د هاتیانو ساحل، ډومینیکا، ګابون، ګامبیا، مالاوي، موریتانیا، نایجیریا، سینیګال، تانزانیا، ټونګا، زامبیا او زیمبابوې باندې هم وضع کړل.
سپینې ماڼۍ دغه راز زیاته کړه چې د ډونالډ ټرمپ دا نوی فرمان، د کورنۍ کډوالۍ ویزو پراخ معافیتونه چې د درغلیو ګواښونه ورسره مله دي ، محدودوي او په ورته وخت کې فردي معافیتونه خوندي کوي.
