د کډوالو په چارو کې د طالبانو عالي کمیسیون وايي چې په تېره یوه ورځ کې (سې شنبه، د لیندۍ ۲۵مه) پاکستان ۴۶۴۶ افغان کډوال له خپلې خاورې ایستلي دي.
ورته مهال، ۲۸۰ تنه نور له ایرانه ایستل شوي؛ چې د دغو کډوالو ډېری برخه په جبري ډول ایستل شوې ده.
د یادونې وړ ده چې دا کډوال د تورخم، سپین بولدک، بهرامچې، د ورېښمو پله او اسلام کلا له لارو افغانستان ته راستانه شوي دي.
پاکستان تر دې یوه ورځ وړاندې (د لیندۍ ۲۴مه) هم ۲۸۲۱ افغان کډوال ایستلي وو.
دغه هېواد په وروستیو اونیو کې د کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې ده. د طالبانو د کډوالو چارو د عالي کمیسیون په وینا، یوازې د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو کې لږ تر لږه ۶ زره کډوال له دغه هېواده ایستل شوي دي.
مرستندویه سازمانونو خبرداری ورکړی چې د کډوالو دې پراخ ستنېدلو پر افغانستان سخت فشار راوړی، په داسې حال کې چې په هېواد کې میلیونونه کسان د خوړو له نهخوندیتوب، بې کارۍ او د نړیوالو مرستو له سخت کمښت سره مخ دي.
