د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي هند ته سفر کړی دی.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وایي، چې دا سفر د هند په رسمي بلنه ترسره شوی دی.
دا وروستیو تېرو درېیو میاشتو کې هند ته د طالبانو د لوړپوړو چارواکو درېیم سفر دی.
تر دې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی هم هند ته تللي وو.
د طالبانو په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې د جلال جلالي دا سفر د افغانستان او هند ترمنځ د روغتیايي همکاریو د پیاوړتیا، د تجربو د تبادلې او د ګډو هڅو د همغږۍ په موخه ترسره شوی او څو ورځې به دوام ولري.
د اعلامیې له مخې، جلال جلالي به د خپل سفر پر مهال د هند له بېلابېلو چارواکو، په ځانګړي ډول د روغتیا له مسؤلینو سره جلا ـ جلا لیدنې ولري او دغه راز به له وړاندې تنظیم شوو پروګرامونو کې ګډون وکړي.
په اعلامیه کې همداراز لیکل شوي، چې نوموړی به د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، افغانستان ته د معیاري درملو د واردولو، طبي تجهیزاتو او نورو اړوندو برخو په اړه هم ناستې ولري.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جیسوال د طالبانو د عامې روغتیا له وزیر سره د خپل انځور په خپرولو سره ویلي:
«دا لیدنه د افغانستان د روغتیايي نظام د دوامدار ملاتړ په برخه کې د هند ژمنتیا ښيي او موږ د رغنده خبر په تمه یو.»
دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي، چې طالبانو تازه د هېواد سوداګرو ته درې میاشتې وخت ورکړی، څو له پاکستان څخه د درملو واردات ودروي.
هند د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته هم په افغانستان کې د روغتیا او بشري مرستو په برخو کې خپلې مرستې جاري ساتلي دي.
د متقي له سفر وروسته، چې د اکتوبر په میاشت کې ترسره شو، هند اعلان وکړ چې دوی به افغانستان ته خپل سفیر ولېږي، خو د ځینو سرچینو په وینا، دا کار لا هم د امنیتي اندېښنو له امله نه دی شوی.
هند ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د اکتوبر میاشتې سفر سره، د پاکستان له لوري د کابل په ګډون د افغانستان پر یو شمېر سیمو، هوايي بریدونو کړي وو.
تر دغو بریدونو وروسته د طالبانو او پاکستان اړیکې ترینګلې شوې او له دوو میاشتو ډېره موده وشوه، چې پاکستان له افغانستان د خلکو تګ راتګ او سوداګرۍ لارې تړلي دي.
