د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي چې د دوې تخنیکي کمېټې په خپله غونډه کې له کونړ سیند څخه درونټې بند ته د اوبو رسولو لویه طرحه تایید کړه.
د کمېټې غړي وايي دا پروژه د وروستۍ پرېکړې او منظورۍ لپاره د حکومت تر ټولو لوړ اقتصادي کمېسیون ته راجع شوه.
تخنیکي څانګه وايي چې د دې پروژې له مخې له کونړ سیند څخه درونټې بند ته د اوبو په لېږد سره به د ننګرهار ولایت د ډېری کرنیزو ځمکو د اوبو کمښت ستونزه هواره شي.
د طالبانو اقتصادي معاونیت زیاته کړې، دغه طرحه د دې لپاره جوړه شوې چې د کونړ سیند اوبه د ګمبیري دښتې د ښکتنۍ برخې له مسیر څخه تېرې شي او د درونټې بند تر کاسې (ذخیرې) پورې ورسول شي.
د غه اداره وړاندې وايي چې دا کمېټه تر هراړخیز بحث وروسته دې پایلې ته ورسېدل چې دغه پروژه نه یوازې د تخنیکي پلوه د عملي کېدو وړ ده، بلکې د ننګرهار د کرنیز سکتور لپاره یې ګټې ډېرې زیاتې دي.
د درونټې بند د اوبو کچې په لوړېدو سره به په لسګونو زره جریبه کرنیزه ځمکه د اوړي په موسم کې د اوبو له نشتوالي څخه وژغورل شي.
د طالبانو تر واک لاندې اقتصادي کمېسیون د حکومت د اقتصادي پالیسیو او لویو ملي پروژو د تصویب په برخه کې لوړ واک لري، او د دې طرحې وروستۍ منظوري به یې د پروژې د عملي کېدو لپاره لومړنی او رسمي ګام وي.
