د نړیوال بانک په وینا، د افغانستان اقتصاد د دویم پرله پسې کال لپاره د ودې په حال کې دی.
دا وده د ټیټ انفلاسیون او د عوایدو د زیاتوالي له امله ده.
راپور وايي، په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې انفلاسیون په منځني ډول دوه سلنه اټکل شوی چې دا د سیمې له تر ټولو ټیټو کچو کې دی.
دا وضعیت د خوراکي توکو د بیو د ثبات او د ملي اسعارو د پیاوړتیا له امله رامنځته شوی دی.
د راپور له مخې د نفوس چټک زیاتوالی، د سوداګرۍ د کسر پراخېدل او دوامداره بې وزلي لا هم د افغانستان پر اقتصادي راتلونکی فشار اچوي.
راپور خبرداری ورکوي د نفوس چټک زیاتوالی په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا شپږاعشاریه اته سلنه اټکل شوی و.
را پور کې ویل شوي تمه ده چې د افغانستان ناخالص کورنی تولید (GDP) په ۲۰۲۵ کال کې درې اعشاریه څلور سلنه وده وکړي چې دا د ۲۰۲۴ کال د دوه اعشاریه پنځه سلنې ودې پرتله زیاتوالی ښيي.
همدارنګه، د کرنې برخه کې د غنمو بې ساری حاصل تر لاسه شوی او د کانونو او ودانیزو چارو برخو هم د اقتصاد په وده کې مرسته کړې ده.
راپور زیاتوي، مالي عواید ښه شوي او اټکل کېږي چې د قوي قانون پلي کولو او د مالیاتو د راټولولو د ښه والي له امله، کورني مالیاتي عواید به په ۲۰۲۵ کال کې د ناخالص کورني تولید ۱۷ اعشاریه یو سلنې ته ورسېږي.
راپور د افغانستان د بانکي سکتور کمزورتیا ته اشاره کوي چې له نظارتي بې باورۍ، د نه ستنېدونکو پورونو زیاتوالی او د پور ورکولو له محدودیتونو سره مخامخ دی.
د راپور له مخې، نږدې له هرو څلورو افغان ځوانانو یو یې کار نه لري. همدارنګه، د ښځو پر اقتصادي ګډون او زدهکړو لګول شوي محدودیتونه لا هم د بشري پانګې پراختیا او د راتلونکې ودې شونتیا کمزورې کوي.
نړیوال بانک زیاتوي، افغانستان د تېرو دوو لسیزو د کډوالو د راستنېدو له سترو څپو سره مخ دی. د بانک د اټکل له مخې، د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر او د ۲۰۲۵ کال د جولای ترمنځ، شاوخوا له څلورو تر څلور اعشاریه اووه میلیونه کسان هېواد ته راستانه شوي دي.
د راپور له مخې دغه حالت د کار پر بازار، ټولنیزو خدماتو، او پر ښاري مرکزونو سخت فشار راوستی دی.
