د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني وايي هغه حکومت چې د ویرې او تاوتریخوالي له لارې پر خلکو حکومت کوي، ریښتینی حکومت نه دی.
د طالبانو دغه جګپوړي امنیتي چارواکي په خوست ولایت کې په خپلو څرګندونو کې په غیرمستقیم ډول د طالبانو پر حکومتولۍ نیوکه وکړه او ټینګار یې وکړ چې سالم حکومت د خلکو پر باور او درناوي جوړېږي، نه د سپکاوي او ګواښ له لارې.
په ورته وخت کې، د تېر حکومت د بهرنیو چارو پخوانی وزیر حنیف اتمر، له آمو سره په یوه مرکه کې، د طالبانو حکومت غیر مشروع ګڼي او ټینګار کوي چې طالبانو په تیرو څلورو کلونو کې د خلکو غوښتنې له پامه غورځولي دي.
له دې سره، هیوادوال وايي چې طالبان د ټوپک او تاوتریخوالي له لارې پر خلکو حکومت کوي.
