افغانستان بشري حقوق

د ډنمارک ځانګړې استازې: نړۍ نه شي کولی افغانستان هېر کړي

د افغانستان لپاره د ډنمارک ځانګړې استازې

د افغانستان لپاره د ډنمارک ځانګړې استازې، مته کنودسن، له آمو سره په خبرو کې ویلي، سره له دې چې په افغانستان کې بشري حقونو کړکېچ لا پسې خراب شوی خو، نړیواله ټولنه باید له افغانستانه خپل پام وا نه ړوي او د خلکو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو، ملاتړ دوام ولري.

کنودسن، چې پخوا په کابل کې د ډنمارک سفیره هم پاتې شوې، له آمو سره یې دا مرکه په واشنګټن ډي‌سي کې شوې ده.

د هغې په وینا، ډنمارک لا هم په فعاله توګه په افغانستان کې ښکېل دی او د ملګرو ملتونو او نړیوالو بنسټونو له لارې بشري مرستې او اوږدمهاله ملاتړ ته دوام ورکوي.

هغې افغانستان ته د ګڼ شمېر کډوالو بېرته راتګ او داخلي بې‌ځایه کېدو د کړکېچ، طبیعي پېښو او د خلکو د بنسټیزو اړتیاوو په اړه وویل: «موږ هڅه کوو هم بېړنیو بحرانونو ته ځواب ووایو او هم د ملګرو ملتونو او نړیوال بانک له لارې افغانستان کې د خلکو ژوند لپاره اوږد مهاله پایلو ته ورسېږو.»

ډنمارک، چې دا مهال د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړیتوب لري او د اروپايي ټولنې د شورا مشري هم له همدې هېواد سره ده، له دغه دریځ سره د افغانستان د ښځو او نجونو وضعیت ته د نړیوال پام رااړولو لپاره کار اخلي.

د کنودسن په وینا، د طالبانو له سیاستونو تر ټولو زیات زیان ښځو او نجونو ته رسېدلی دی.

هغې زیاته کړه: «زه د افغانستان د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه ژوره اندېښنه لرم. د طالبانو د ادارې د واک ته رسېدو په لومړیو میاشتو کې مې د ښځو او نجونو د حقونو تدریجي له منځه وړل ولیدل، او له بده مرغه دا وضعیت له هغه وخته لا پسې خراب شوی دی.»

کنودسن وویل چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په وروستۍ ناسته کې اصلي تمرکز د ښځو او نجونو پر وضعیت و.

د ډنمارک ځانګړې استازې ټینګار وکړ چې د دې هېواد حکومت طالبان په رسمیت نه پېژني او له همدې امله ورسره دوه‌اړخیزې خبرې نه کوي.

هغې وویل: «زه له طالب چارواکو سره مخامخ لیدنې نه کوم. زموږ تعامل یوازې د څو اړخیزو چوکاټونو او د ملګرو ملتونو له لارې کېږي، او په هماغه چوکاټ کې تل د زده‌کړې حق او د کار حق د ټولو افغان ښځو او نجونو د اساسي بشري حقونو په توګه مطرح کوو.»

کنودسن د افغانستان په اړه د نړیوالې همکارۍ او پاملرنې د کمېدو په اړه خبرداری ورکړ او ویې ویل: «موږ نه شو کولی افغانستان هېر کړو. موږ لسیزې له دې هېواد سره مرسته کړې ده، هم اخلاقي مکلفیت لرو او هم زموږ ګټې دا ایجابوي چې افغانستان بیا د افراطي ډلو په پناه‌ځای بدل نه شي او خلک یې وکولای شي په خپل هېواد کې راتلونکی ولري.»

نوموړې د افغانستان د ښځو او د ښځو د بنسټونو د دوامدار ملاتړ غوښتنه وکړه، که هغه د هېواد دننه وي او که بهر، او په باور یې چې بشري مرستې باید روغتیا، زده‌کړه او د ښځو لپاره د کار او کار موندنې فرصتونه را مننځته کړي.

د نړیوالو اټکلونو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې له ایران او پاکستانه له دوو میلیونو ډېر افغانان ایستل شوي او هېواد ته بېرته ستانه کړل شوي دي.

ملګري ملتونه وایي، تر ۱.۴ میلیونه ډېر افغان ماشومان له زده‌کړو بې‌برخې دي چې ډېری یې نجونې دي.

دغه راز، د ښځو پر کاري ګډون محدودیتونو هر کال د افغانستان اقتصاد ته له یو میلیارد ډالرو ډېر زیان رسولی دی.

کنودسن په خپلو خبرو کې د افغانانو ترمنځ پر یووالي ټینګار وکړ او ویې ویل چې په افغانستان کې ثبات او دوامداره پرمختګ له یوه ټولشموله نظام پرته ممکن نه دی؛ د هغې په باور دا هر څه هغه مهال ممکن دي، چې په نظام کې د ښځو په ګډون ټول وګړي وکولای شي خپل نظر څرګند کړي.

هغې افغان ښځو ته په خطاب کې وویل: «پیاوړې اوسئ. موږ ستاسو تر څنګ ولاړ یو او ملاتړ به مو روان ساتو.»

افغانستان د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته له سخت بشري ناورین او بشري حقونو کړکېچ سره مخ دی.

په ورته وخت کې، سره له دې چې له افغانستان سره د ملګرو ملتونو له لارې څو اړخیز تعاملات دوام لري، خو اوس مهال د نړۍ بېلابېلو برخو کې د شته کړکیچونو له امله له افغانانو سره نړیوالې مرستې کمې شوې دي، په داسې حال کې چې ملګري ملتونه اټکل کوي د افغانستان له نیمایي ډېر نفوس بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.