د طالبانو د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې غزني ولایت کې د دوی د امنیه قوماندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په مشرۍ په دې ولایت کې په زرګونو کیلو ګرامه نشه يي توکي وسوځول.
په سوځول شویو توکو کې ۷۷۴۳ کیلو ګرامه ایف (چې کیمیاوي مواد دي)، ۴۶۴ کیلو ګرامه چرس، ۳۶۵ کیلو ګرامه تریاک، ۳۵۰ کیلو ګرامه هیرووین، ۱۵ کیلو ګرامه شیشه، او ۳۵۰۰ دانې نشه يي ګولۍ او نور ډول ډول نشه يي توکي شامل وو.
طالب چارواکو ویلي چې دا ټول مواد د تېرو څو میاشتو په اوږدو کې د ولایت له بېلابېلو سیمو څخه راټول شوي وو او د دې اقداماتو موخه د نشه يي توکو د کښت او قاچاق پر وړاندې د مبارزې پیاوړتیا ده.
