د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په لیدنه کې اعلان وکړ چې انقره چمتو ده د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اوربند ساتنې په پروسه کې برخه واخلي.
دا لیدنه د ترکمنستان په پلازمېنه عشقآباد کې، د سولې او باور نړیوالې غونډې په څنډه کې ترسره شوه.
د ترکیې د مخابراتو ادارې په وینا، اردوغان ټینګار وکړ چې انقره له اسلامآباد سره د “ښو اړیکو” د پیاوړتیا لپاره کار کوي او چمتو ده چې د انرژۍ، سوداګرۍ او پانګونې په برخو کې همکارۍ پراخې کړي.
هغه د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اوربند د غځولو هرکلی وکړ او د دواړو خواوو ترمنځ د نښتو د څارنې په میکانیزم کې د ګډون لپاره یې د ترکیې چمتووالی څرګند کړ.
د سولې او باور نړیواله غونډه په عشقآباد کې د ترکمنستان د دایمي ناپلوۍ د اعلان د ۳۰مې کلیزې او د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې لخوا د ۲۰۲۵ کال د “سولې او باور د نړیوال کال” د نومولو په مناسبت جوړه شوې ده.
له دې وړاندې د پاکستان لومړي وزیر په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د کابو کولو لپاره پر طالبانو د نړیوالو فشارونو غوښتنه کړې وه.
شهباز شریف په عشقآباد کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې نړیواله ټولنه باید طالبان په افغانستان کې د فعالې ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې په ګډون خپلو نړیوالو ژمنو ته د متعهد پاتې کېدو لپاره تر فشار لاندې راولي.
په ورته وخت کې؛ د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د طالب پلوو ملايانو اعلامیې په غبرګون کې ویلي، چې پرېکړه لیک کافي نه دی او طالبان باید د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره لیکلې تضمین ورکړي.
په کابل کې طالبانو پورې تړلو څه باندې زر تنو ملايانو دوه ورځې وړاندې وویل چې هېڅوک حق نه لري د جنګ یا جهاد لپاره کوم بل هېواد ته لاړ شي.
د دوی په اعلامیه کې په یوه برخه ټینګار شوی چې له افغانستانه بهر د وسلوالو عملیاتو لپاره د افرادو تګ جواز نه لري او طالبان یې باید مخه ونیسي.
