د کډوالو چارو کې د طالبانو عالي کمېسیون د شمېرو له مخې، تېره ورځ پاکستان ۵۳۰۰ او ایران۱۷۰۰ تنه وېستلي، چې په یوه ورځ کې یې ټولیزه شمېر له ۷۰۰۰ کډوالو څخه اوړي.
دغه کمېسیون ویلي چې له پاکستان څخه راستانه شوي ډېری کډوال د سپین بولدک، تورخم او بهرامچې د لارو افغانستان ته داخل شوي دي.
بل پلو، له ایران څخه وېستل شوي کسان د هرات ولایت د اسلام کلا او د نیمروز ولایت د ورېښمو پل پرلارو هېواد ته راغلي دي.
له پاکستان څخه ۶۴۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې شاوخوا ۳۴۰۰ کسان کېږي د سپین بولدک له لارې کندهار ولایت ته داخل شوي دي.
دغه راز ۳۲۴ نورې کورنۍ، چې نږدې ۱۷۰۰ کسان کېږي، د ننګرهار ولایت د تورخم دروازې له لارې راستانه شوي دي.
د کمېسیون په وینا، ۳۶ نورې کورنۍ چې شاوخوا ۲۳۰ کسان کیږي د هلمند ولایت د بهرامچې له لارې راغلي دي.
له ایران څخه ۴۰ کورنۍ د اسلام قلعه له لارې او ۶۶ نورې کورنۍ د ۱۳۰۰ انفرادي مسافرینو په ګډون د نیمروز ولایت د ورېښمو پل پر لارې افغانستان ته داخل شوي دي.
پاکستان په دې وروستیو اونیو کې د کډوالو د شړلو لړۍ چټکه کړې ده. د کمېسیون په وینا، یوازې د سې شنبې او چهارشنبې په ورځو کې لږ تر لږه ۶۰۰۰ کډوال له دغه هېواده شړل شوي دي.
مرستندویه موسسو خبرداری ورکړی چې د کډوالو پراخه راستنېدنه پر افغانستان ډېر فشار راوړي، په داسې حال کې چې په هېواد کې میلیونونه کسان له خوراکي ناامنۍ، بېکارۍ او د نړیوالو مرستو له جدي کمښت سره مخ دي.
