افغانستان بشري حقوق

اروپايي ټولنه: د نړیوال خوراکي پروګرام له لارې د افغانستان سره د ۲۵ میلیونه یورو مرستې پروګرام پېل کړی

اروپايي ټولنې اعلان کړی چې د نړیوال خوراکي پروګرام لپاره د ۲۵ میلیونه یورو په ځانګړي کولو سره یې له دې ادارې سره نوې همکاري پیل کړې، څو د افغانستان لپاره کار وشي.

دې ادارې د پنجشنبې په ورځ، د قوس ۲۰مه، په خبرپاڼه کې ټینګار کړی چې د افغانستان د خلکو، په ځانګړي ډول د ښځو، ماشومانو او زیانمنو ټولنو ملاتړ یې لا هم لومړیتوب دی.

د اروپايي ټولنې د استازولۍ د اعلان له مخې، دا ستراتیژیکه مرسته ددې لپاره ده چې معیشت قوي کړي، تغذیه ښه کړي او دهغو ټولنو ملاتړ وکړي چې د اقلیمي بدلون او د هغې د اقتصادي پایلو سره زیانمنې دي.

دغه بودیجه به په هغو پروژو کې ولګول شي چې پکې د سېلاب ضد دیوالونو جوړول، د اوبو لګولو سیستمونه او نور ټولنیز شتمنۍ شاملې دي، څو د سختو موسمي حالاتو پر مهال د ځایي تولیداتو ساتنه وشي.

اروپايي ټولنه وايي چې دا پيسې به د ښوونځیو د خوراک پروګرام پیاوړی کړي، چې له لارې به ځایي اقتصاد هم وده وکړي.

دوی زیاتوي چې د ښځو د اتحادیو او ځوانو کاروباریانو لپاره به د زده‌کړې او د عاید پیدا کولو نوې لارې هم برابرې شي.