اروپايي ټولنې اعلان کړی چې د نړیوال خوراکي پروګرام لپاره د ۲۵ میلیونه یورو په ځانګړي کولو سره یې له دې ادارې سره نوې همکاري پیل کړې، څو د افغانستان لپاره کار وشي.
دې ادارې د پنجشنبې په ورځ، د قوس ۲۰مه، په خبرپاڼه کې ټینګار کړی چې د افغانستان د خلکو، په ځانګړي ډول د ښځو، ماشومانو او زیانمنو ټولنو ملاتړ یې لا هم لومړیتوب دی.
د اروپايي ټولنې د استازولۍ د اعلان له مخې، دا ستراتیژیکه مرسته ددې لپاره ده چې معیشت قوي کړي، تغذیه ښه کړي او دهغو ټولنو ملاتړ وکړي چې د اقلیمي بدلون او د هغې د اقتصادي پایلو سره زیانمنې دي.
دغه بودیجه به په هغو پروژو کې ولګول شي چې پکې د سېلاب ضد دیوالونو جوړول، د اوبو لګولو سیستمونه او نور ټولنیز شتمنۍ شاملې دي، څو د سختو موسمي حالاتو پر مهال د ځایي تولیداتو ساتنه وشي.
اروپايي ټولنه وايي چې دا پيسې به د ښوونځیو د خوراک پروګرام پیاوړی کړي، چې له لارې به ځایي اقتصاد هم وده وکړي.
دوی زیاتوي چې د ښځو د اتحادیو او ځوانو کاروباریانو لپاره به د زدهکړې او د عاید پیدا کولو نوې لارې هم برابرې شي.
