افغانستان ښځې

غزاله حارث: د ښځو پر ضد د طالبانو محدودیتونه د نړیوالو قوانینو لپاره مستقیم ګواښ ګڼل کېږي

غزاله حارث د افغانستان د ولسي محکمې په ناسته کې خبرداری ورکړ چې د طالبانو محدودیتونه، په ځانګړي ډول د ښځو پر وړاندې، د نړیوالو قوانینو لپاره مستقیم ګواښ ګڼل کېږي.

هغې زیاته کړه چې د افغانستان د نارینه‌پال نظام تر څنګ، جګړې او کډوالۍ ددې سبب شوي چې د ښځو حقونه سخت محدود شي.

حارث وویل طالبان خپلې کړنې د فرهنګ او د شریعت د خپلې تفسیر پر بنسټ توجیه کوي، او د هغوی ایډیولوژیک تعهد د ښځو له ټولنیزو او سیاسي ډګرونو د لرې کولو پر محور ولاړ دی.