غزاله حارث د افغانستان د ولسي محکمې په ناسته کې خبرداری ورکړ چې د طالبانو محدودیتونه، په ځانګړي ډول د ښځو پر وړاندې، د نړیوالو قوانینو لپاره مستقیم ګواښ ګڼل کېږي.
هغې زیاته کړه چې د افغانستان د نارینهپال نظام تر څنګ، جګړې او کډوالۍ ددې سبب شوي چې د ښځو حقونه سخت محدود شي.
حارث وویل طالبان خپلې کړنې د فرهنګ او د شریعت د خپلې تفسیر پر بنسټ توجیه کوي، او د هغوی ایډیولوژیک تعهد د ښځو له ټولنیزو او سیاسي ډګرونو د لرې کولو پر محور ولاړ دی.
