د افغانستان د آزادو رسنیو د ملاتړ بنسټ،(نی په تبعید کې) چې له هېواده بهر فعالیت کوي وايي، چې افغانستان د خبریالانو لپاره تر ټولو ستر زندان دی.
د یوه هېواد د پراختیا په کچه زندان چې ټول خلک، په ځانګړې توګه خبریالان او د رسنیو کارکوونکي، ترې په تېښته دي.
دغه بنسټ په یوه اعلامیه کې د بې پولې خبریالو بنسټ (ار اس اف)د ۲۰۲۵ کال تر پوښتنې لاندې راوستی او ویلي یې دي چې راپور تا زه خپور شوی، خو افغانستان او د رسنیو او خبریالانو وضعیت یې پکې له یاده وېستل شوی.
د ار اس اف راپور په منځنۍ اسیا، چین او روسیه کې د خبریالانو وضعیت ته ځانګړې کتنه کړې، خو د افغانستان په اړه یې یوازې د خبریالانو د ملاتړ غوښتنې شمېر ذکر کړی دي.
نی ټینګار کوي چې افغانستان د خلکو، په ځانګړې توګه د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو لپاره زندان ګرځېدلی؛ هغه زندان چې چت نلري خو له دنګو دېوالونو یې وتل ناشوني دي.
دغه بنسټ د نړیوالو سازمانونو د چوپ چلند په اړه ژوره اندېښنه څرګندوي او ټولې نړیوالې ادارې هڅوي چې د بیان او رسنیو د آزادۍ په اړه راپورونو کې د افغانستان وضعیت له پامه ونه غورځوي.
د دوی په باور، هېڅ هېواد او سیمه د افغانستان په څېر د خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو لپاره دومره «خطرناک او وژونکی» نه دی.
په اعلامیه کې راغلي: افغانستان د خبریالانو لپاره لوی زندان ګرځېدلی دی، چې ټول خبریالان او د رسنیو کارکوونکي غواړي ترې ووځي، خو هېڅ یو یې نه حق لري او نه توان.
اعلامیه زیاتوي په افغانستان کې د بیان ازادي نشته او ټولې رسنۍ د یوې ترهګرې ډلې په خدمت کې دي، چې اوس په واک کې ده. دا ډله د رسنیو او خبریالانو څخه د خپلو تبلیغاتي اهدافو لپاره استفاده کوي.
دغه بنسټ وایي چې د افغانستان وضعیت له پامه غورځول، او د بشري حقونو د ارزښتونو له پاملرنې پرته راپور ورکول، د طالبانو د سپینولو او مشروعیت ورکولو سره برابر دی.
نی ټولې ازادې، خپلواکې او بېطرفه رسنۍ او خبریالان هڅوي چې د افغانستان د رسنیو او خبریالانو په اړه بېطرفه راپورونه چمتو کړي او نړیوالې ټولنې ته یې وړاندې کړي، ترڅو پټ شوي حقایق ښکاره شي.
تر دې وړاندې د بیان د ازادۍ بنسټ په یوه اعلامیه کې ویلي چې د تلویزیون نړيوالې ورځې په مناسبت، په افغانستان کې د تلویزیونونو فعالیت د طالبانو د سختو فشارونو له امله وروستي حالت ته رسیدلی دی. په تېره یوه کال کې لږ تر لږه ۱۵ تلویزیوني شبکې د طالبانو د ادارو او چارواکو په امر بندې شوې دي.
دغه بنسټ ټینګار کړی چې پراخ محدودیتونه او سانسور د انځوریزو رسنیو فعالیت کمزوری کړی او د بیان ازادۍ او آزادې خبررسونې لپاره جدي ګواښ دی.
طالبانو د رسنیو قوانین او معلوماتو ته د لاسرسي قانون له پامه غورځولی او په دې ترڅ کې یې ۲۳ نوي لارښودونه صادر کړي، چې موخه یې د رسنیو، په ځانګړې توګه د تلویزیونونو، د فعالیت محدودول دي.
