افغانستان فرهنګ او هنر

یونیسکو: د ۱۵مې پېړۍ د بهزاد میناتورۍهنري سبک د افغانستان په نوم د بشري ناملموس فرهنګي میراثونو نړیوال لیست کې شامل شو

پاریس کې د ملګرو ملتونو د علم، فرهنګ او ښوونې سازمان (یونیسکو) د پنځلسمې پېړۍ د بهزاد د میناتورۍ هنري سبک د افغانستان په نوم د بشري ناملموس فرهنګي میراثونو په نړیوال لیست کې شامل کړ.

ددغه تاریخي ثبت له اعلان سره، افغان هنري او کلتوري حافظه په نړیوال ډګر کې یو ځل بیا په رسمي او پرېکنده توګه وځلېده.

د بهزاد مکتب، چې د اسلامي هنر په تاریخ کې د تخیل، رنګونو او تخنیک لوړ پوړ بلل کېږي، د افغانستان د لرغوني تمدن د هنري خلاقیت څرګندونه کوي.

کلتوري کارپوهان وایي چې دغه ثبت د هغو نړیوالو ننګونو پر وړاندې یو مهم ګام دی چې افغانان یې له امله د خپل ملي او فرهنګي هویت په پېژندنه کې ورسره مخ دي. د دوی په باور، یونیسکو کې د دې سبک درجېدل نړۍ ته دا پیغام ورکوي چې افغانستان د هنر، علم او تمدن ژور تاریخي شالید لري.