د افغانستان لپاره د قزاقستان ځانګړي استازي یرکین توکوموف، کابل کې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني سره لیدنه کې د «سرحدي امنیت د پیاوړتیا» ټینګار کړی دی.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د قزاقستان ځانګړي استازي په دې لیدنه کې د «سرحدي امنیت د پیاوړتیا، د نشهيي توکو پر ضد مبارزې او د ترکمنستان له لارې د ریل پټلۍ جوړولو» په برخو کې د همکارۍ د دوام پر اهمیت ټینګار کړی دی.
حقاني په دې لیدنه کې ویلي: «افغانستان د ثبات، سوداګرۍ او پراختیا په مسیر کې دی او له قزاقستان څخه د نیک نیت او سیمهییزو همکاریو تمه لري.»
د قزاقستان ځانګړي استازي داسې مهال د افغانستان د سرحدونو د پیاوړتیا او د نشهيي توکو پر ضد مبارزې ټینګار کړی، چې تر دې مخکې د دې هېواد د غړیتوب لرونکي سازمان، «د جمعي امنیت تړون»، د افغانستان له لوري منځنۍ اسیا ته د ترهګرۍ له شته ګواښونو د خپرېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.
