افغانستان سیاست

د قزاقستان د ولسمشر ځانګړی استازی کابل ته تللی

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د قزاقستان د ولسمشر ځانګړی استازی، پرکین توکوموف، نن دوشنبه کابل ته رسېدلی او له طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره یې لیدنه کړې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، دواړو لورو په دې لیدنه کې د سیاسي او اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا تر څنګ د سیمې پر وروستیو بدلونونو هم خبرې کړې دي.

د خبر پاڼې لمخې امیرخان متقي په دې ناسته کې ویلي، چې طالبان له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره د «مثبتو» اړیکو د ټینګېدو غوښتونکي دي؛ هغه اړیکې چې د ډیپلماسۍ، تفاهم او متقابل درناوي پر بنسټ ولاړې وي.

د هغه په وینا، د همدې دریځ له مخې د افغانستان او قزاقستان اړیکو په سیاسي او اقتصادي برخو کې «د پام وړ پرمختګ» کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت اعلامیې کې د قزاقستان د ولسمشر د ځانګړي استازي پرکین توکوموف له قوله ویلي چې نوموړي هم له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د پراخو همکاریو د دوام پر اهمیت ټینګار کړی دی.