افغانستان ورزش

د افغانستان پارالمپیک لوبغاړي د «پارا آسیايي» سیالیو لپاره اماراتو ته ولاړل

د افغانستان د پاراالمپیک لوبغاړو عکس

د افغانستان پارالمپیک ملي لوبغاړي د «پارا آسیايي» سیالیو کې د ګډون په هدف متحده عربي اماراتو ته سفر کړی دی.

د افغانستان پارالمپیک کمېټې په وینا، دغه لوبغاړي به د پاراتکواندو او زوردست (لاس زور وهنې) برخو کې د هېواد استازولي کوي.

په دې سیالیو کې علي‌رضا احمدي، هجران رضايي او نعیم نوري د افغانستان د پارالمپیک د معلولو ورزشکارانو په توګه سیالۍ کوي.

یاده سیالي نن یکشنبه (۱۶ قوس) د اماراتو په دوبۍ ښار کې پیل شوه.