د افغانستان پارالمپیک ملي لوبغاړي د «پارا آسیايي» سیالیو کې د ګډون په هدف متحده عربي اماراتو ته سفر کړی دی.
د افغانستان پارالمپیک کمېټې په وینا، دغه لوبغاړي به د پاراتکواندو او زوردست (لاس زور وهنې) برخو کې د هېواد استازولي کوي.
په دې سیالیو کې عليرضا احمدي، هجران رضايي او نعیم نوري د افغانستان د پارالمپیک د معلولو ورزشکارانو په توګه سیالۍ کوي.
یاده سیالي نن یکشنبه (۱۶ قوس) د اماراتو په دوبۍ ښار کې پیل شوه.
