افغانستان امنیت

د طالبانو ویاند وایي پاکستاني ځواکونو پر سپین بولدک ولسوالۍ برید کړی

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد، سپین‌بولدک ولسوالۍ کې د دوی او د پاکستاني ځواکونو د نښتې خبر ورکړی دی.
مجاهد ادعا کړې چې نښته د پاکستاني ځواکونو له لوري پیل شوې او طالبانو ورته “لازم ځوابي غبرګون ښودلی”.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د دواړو لورو ترمنځ د استانبول خبرې له هېڅ راز هوکړې پرته پای ته ورسېدې.
که څه هم په رسنیو کې د سعودي عربستان په کوربتوب ریاض کې د نوو خبرو راپورونه خپاره شول، خو پاکستان ترې ناخبري ښودلې.
په تېر دوه میاشتو کې دا د دواړو لورو ترمنځ څو یم ځل دی چې وسله والې نښتې رامنځته کیږي.
د اکتوبر په اته ورځنۍ نښته کې لږ تر لږه ۳۷ کسان وژل شوي وو.
پاکستاني رسنیو د هغه هېواد د چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د جمعې ماښام نښته د طالبانو له لوري پیل شوې ده.