د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین، ویلي چې مسکو باید د افغانستان په چاروکې د اغېز لپاره له طالبانو سره خپلې اړیکې و پالي، ځکه چې، دوی اوس د هېواد اداره په لاس کې لري او د ترهګرۍ او نشه یی توکو پر وړاندې یې اقدامات ترسره کړي دي.
پوتین هندي رسنیو ته ویلي: «په هر هېواد کې ستونزې شته او افغانستان هم استثنا نه دی، خو طالبان په ښکاره توګه د افغانستان د حالاتو کنټرول په لاس کې لري او باید دا حقیقت ومنو.»
هغه زیاته کړه چې د طالبانو ادارې«د ترهګرۍ او د داعش په ګډون د ترهګرو ډلو پر وړاندې ګامونه اخیستي دي»، دغه راز یې د کوکنارو کښت «په څرګند ډول کم کړی» او د پولو په اوږدو کې یې د مخدره موادو د ګواښ کمولو هڅې کړې دي.
پوتین وویل: «اصلي ټکی دا دی، چې که غواړئ په هغه څه چې په افغانستان کې پېښیږي اغېز ولرې، باید له اوسني رهبري سره په اړیکه ولری، لکه موږ یې چې لرو.»
روسیې د ۲۰۲۵ کال په جولای کې د طالبانواداره په رسمیت وپېژنده.
طالبان د ۲۰۲۱ په اګست کې له بیا واک ته رسېدو راهیسې یوازې مسکو په رسمیت پېژندلي دي، خو د روسیې چارواکو، په شمول په ملګرو ملتونو کې د دې هېواد استازي ، افغانستان کې د ترهګرو ډلو د ګواښونو په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.
