سویلي آسیا

د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر د دې هېواد په تاریخ کې د پاکستان د ټولو وسله والو ځواکونو د لومړي لوی رییس په توګه وټاکل شو.

د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر

عاصم منیر د پاکستان په تاریخ کې ددغه هیواد د ټولو مسلح ځواکونو د لومړي لوی رییس په توګه وټاکل شو.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري عاصم منیر د پنځو کلونو لپاره د پوځ لوی درستیز تر څنګ د ټولو مسلح ځواکونو د لومړي لوی رییس په توګه ټاکلی دی.

دا ټاکنه د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په وړاندیز او د ولسمشر په منظوري شوې ده.

د پاکستان حکومت اپوزیسیون دا اقدام د عاصم منیر او پوځیانو لپاره د امتیاز ورکولو په توګه ګڼي او زیاتوي چې دغه هڅې د پاکستان ملکي حکومت او ډیموکراسۍ ته زیان رسوي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان پوځ لوی درستیز یوازې د ځمکني ځواکونو مشر دی، خو په نوي جوړ شوي دغه بست کې عاصم منیر به د ټولو هوایي، ځمکني او سمندري ځواکونو قومانده ولري.