کډوالي متحده ایالتونه

د امریکا د کډوالۍ ادارې نوې پرېکړه: د کاري جوازونو د اعتبار موده به را کمه شي

د امریکا د مهاجرت ادارې د کاري اجازه لیکونو اعتبار کم کړی دی.

د امریکا د تابعیت او مهاجرتي خدمتونو ادارې د کاري اجازه لیکونو د اعتبار په اړه نوې تګلارې اعلان کړې.

ویل کیږي ددغه بدلون هدف دا دی چې د مهاجرینو د امنیت څارنه زیاته او د ناوړه ګټه اخیستنې او احتمالي ګواښونو مخنیوی وشي.

له دغه کار سره د ځینو مهاجرینو لپاره د کاري اجازه لیک اعظمي اعتبار له ۵ کلونو څخه ۱۸ میاشتو ته راکم شو.

دا نوی قاعده یوازې د هغو غوښتنلیکونو لپاره پلي کیږي چې د ۲۰۲۵ د دسمبر ۵ یا وروسته ثبت شوي او د TPS (موقت خوندیتوب حالت)، موقتي پارول، د پناهندګۍ موقته وضعیت، یا د پارول حالت کې دي.