مونږ ټول د اکوسیستم له اصطلاح سره چې دهغه شبکه یي څخه عبارت دی چې ټول موجودات د هغه په بیلابیلو برخو کې بقا مومی .
خو؛ جنایي اکوسیستم ؛ چې یو جرمی اصطلاح ده ، هغه شبکې ته ویل کیږی چې جرم په کې وده کوی ، ملاتړ یي کیږی او دوام مومی .
دغه اصطلاح د ۱۹۹۰ او ۲۰۰۰ کلونو په مینځ کې په کریمنولوژی ( جرم پیژندنۍ ) کې چې د جزا د حقوقو د متممو علومو څخه شمیرل کیږی ، را مطرح شوه او اوس یي اکثر د جنایي پالیسیو جوړونکې کاروی ، او هغه د یوه بالفعله خطر په توگه د جنایی پالیسیو په جوړولو کې په پام کې نیسي .
د کریمنولوژیستانو له نظره جنایی اکوسیستم داسي تعریفیږی :« د اشخاصو ، ډلو ، چاپیریال ، فرصتونو ، منابعو او ټولنیزو او اقتصادی تعامل لرونکې ، منظم او پایښت لرونکو شبکو څخه عبارت دی چې د جرم د پیدایښت ، دوام او ودي سبب دی . ».
دلته به د جنایی اکوسیستم د ښې او لنډې پیژندنۍ له پاره به هغه تر کوچنی عنوانونو لاندی به لږه تر لږه وپیژنو :
۱ – د جرم عاملان :
په ټوله کې لاندنۍ کسان د دي ډول جرمونو عاملان دي :
– منفرد مجرمان ؛
– سازمان موندونکې مجرمان ،
– مافیایې او کارتلې ډلي ؛
– بازاری او میدانې ډلي؛
– تروریستان ؛
– او سایبری مجرمان .
۲- ولې جنایی اکوسیستم ته د ارتکاب فرصتونه جوړیږی ؟
لاندني لاملونه د اکوسیستم د پاره فرصتونه جوړوی :
– اداری فساد ؛
– د قانون کمزورتیا ؛
– فقر او بی روزگاری ؛
– د څارنی تشه ؛
– د حکومت له ادارې وتلې سیمي ؛ او
– تور بازارونه .
۳- کوم لاملونه د دی ډول فعالیتونو خوندیتوب ته زمینه مساعدوی ؟
لاندنی جوړښتونه دی چې جنایی اکوسیستم ته خوندیتوب ورکوی :
– سیمه ایز کلتور ؛
– پټ اقتصادی جوړښتونه ؛
– قبیلوی او قومی جوړښتونه ؛
– د فقر په له منځه وړلوکې نه اقدامات ؛ او
– د پولیسو د اداراتو کمزورتیا .
۴- منابع او اسانتیاوی :
دغه منابع او اسانتیاوی په دی هکله د یادولو وړ دی :
– نا قانونه پیسي او شتمني ؛
– وسله ؛
– مخدره مواد ؛
– تکنالوژی ؛
– د انسان قاچاق ؛ او
– د پیسو پټ لیږد را لیږد .
۵- غیر مجاز او گټه اخیستونکي او وړونکي عناصر :
دا لاندني ډلي په مستقیم ډول په جرم کې گډون نه لری ؛ خو د جرم په ارتکاب کې مرسته کوی : او د جرم له ارتکاب سره مادی گټې تر لاسه کوی :
– د حکومتونو فاسد کارکونکي ؛،
– د عدلي او قضایي ارگانونو مفسد کارکونکي ،
– د بانکی چارو مفسد کارکوونکي ؛ او
– د ترانسپورت کارکوونکي او مالکان . ( په دی مانا چې کله نا کله ترانسپورتی وسایط د جرمونو د ارتکاب د وسیلې په توگه کارول کیږی ، چې دا کار پرته د ترانسپورت د کارکوونکو له همکاریو ناشونې وی . ).
پوهاند نصرالله ستانکزی د کابل پوهنتون استاد او په جمهوري نظام کې د ولسمشر د حقوقي چارو سلاکار وو.
د هغو مقالو منځپانګه چې د آمو وېبسایټ د لیدلوري په برخه کې خپرېږي، مسوولیت یې لیکوال ته ورګرځي.
