د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي پلټونکي (سیګار) په وروستي راپور کې ویل شوي چې د امریکا د میلیاردونو ډالرو مرستې لویه برخه یا ضایع شوې او یا د فساد او ناوړه استفادې برخو کې لګېدلې ده.
د راپور له مخې، له هغو ۱۴۸ میلیاردو ډالرو بودجې څخه چې د ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۲۵ پورې د امنیت، پراختیا او بشري مرستو لپاره ځانګړې شوې وه، ۲۶ تر ۲۹ میلیارد ډالر هېڅکله خپل ټاکل شوي هدف ته نه دي رسېدلي.
سیګار لیکلي چې د پوځي تجهیزاتو، پراختیايي پروژو او بشري مرستو میلیارډونو ډالرو د پام وړ برخې یا د طالبانو لاس ته ورغلې او یا له اصلي برخې په ځای په بله بڼه وتلې دي.
تر اوسه سپینې ماڼۍ د دغه راپور په اړه څه نه دي ویلي.
دې ۱۳۰ مخیز راپور د امریکا له لوري پر افغانستان د شل کلنو مرستو وضعیت ارزولی او د سیګار له خوا د دې ادارې وروستی راپور بلل شوی دی.
امنیتي برخه
سیګار وايي د امنیتي برخې ونډه شاوخوا ۸۹ میلیارد ډالر وه چې ډېره برخه یې د افغانستان د امنیتي ځواکونو د صندوق، د ځواکونو د روزنې او معاشونو لپاره کارول شوې ده.
شاوخوا ۴.۶ میلیارده ډالر د نشهيي توکو پر ضد مبارزې او ۴.۹ میلیارده ډالر نورو امنیتي فعالیتونو ته ځانګړل شوي وو.
د راپور لمخې، نږدې ۱۹.۷ میلیارد ډالر یوازې د ځواکونو د تجهیز او لېږد لپاره لګېدلي چې پکې نږدې ۹۶ زره ځمکني وسایط، له ۵۱ زرو زیات عادي وسایط، ۹۰۰ زره زرهي وسایط، ۴۲۷ زره ډول ډول وسلې، له ۱۷ زرو ډېر د شپې لیدو دستګاوې او ۱۶۲ الوتکې شاملې وې.
تر سقوط مخکې یوازې ۱۳۱ الوتکې د کار وړ پاتې وې.
پراختیا او حکومتولي
له دې سره د سیګار په تازه راپور کې راغلي، چې نږدې ۳۶ میلیارد ډالر د پراختیا او حکومتولۍ په برخه کې لګېدلي.
په دې کې ۲۰.۸ میلیارده ډالر د اقتصادي ملاتړ صندوق، ۵.۲ میلیارد ډالر د نشه یي توکو ضد مبارزې او د قانون حاکمیت پروګرامونو او ۳.۷ میلیارد ډالر د بیړني غبرګون پروګرامونو لپاره ځانګړي شوي وو.
د دې بودجې هدف د افغانستان د دولتي ادارو د ظرفیت لوړول او د اداري جوړښت پیاوړتیا ښودل شوې ده.
