د آمو پښتو خبرونه

د ۱۴۰۴ د لېندۍ ۱۱ – د ۸ بجو خبرونه

په فراه کې د ایراني سرحدي ساتونکو په ډزو کې د هېواد لس وګړي ووژل شول.

په فراه کې د طالبانو د پولیسو قومانداني اعلان کړی چې ایراني سرحدي ساتونکو د فراه له ابو نصر بندره ایران ته په ننوتونکو کډوالو ډزې وکړې چې په پایله کې یې لس کسان ووژل شول.

د طالبانو په وینا، دوه نور کډوال لادرکه دي.
په فراه کې د طالبانو د پولیسو قومانداني ویلي چې دې کسانو هڅه کوله چې په غیرقانوني ډول ایران ته ننوځي.

دا پیښه تیره شپه رامنځته شوې.
ایراني چارواکو په دې اړه څه نه دې ویلي.