افغانستان

سعودي عربستان د افغانستان د کرنې سکتور سره یو میلیون ډالر مرسته کوي

د سعودي عربستان بیرغ

سعودي عربستان د هیواد د کرنې سکتور سره یو میلیون ډالر مرسته کوي.

د سره صلیب نړیواله کمیټه وايي چې د سعودي عربستان پراختیايي صندوق د افغانستان د کرنې د پیاوړتیا او د خوړو د نا امنۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره یو میلیون ډالر مرسته اعلان کړې.

دې کمیټې په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان له بشري اماني صندوق سره یې هوکړه لیک لاسلیک کړی او دا مرسته به د همدې صندوق له لارې تر سره شي.

یاد صندوق د اسلامي پراختیايي بانک لخوا اداره کېږي او د بشري مرستو د تنظیم، د خلکو د اساسي اړتیاوو د پوره کولو، او د ځان ‌بسیاینې او پرمختیا د هڅونې لپاره کار کوي.

دا صندوق د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو د شورا د ګډې پرېکړې له مخې، د ۲۰۲۱م کال د دسمبر په ۱۹مه، په اسلام‌اباد کې تر ځانګړې ناستې وروسته جوړ شو.

دغه صندوق د ۲۰۲۱م کال د دسمبر پر ۱۹مه په اسلام‌اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د شورا د ګډې پرېکړې له مخې، تر ولسمې ځانګړې ناستې وروسته جوړ شو.

سره صلیب ویلي چې کرنه د افغانستان د اقتصاد یو «حیاتي» سکټور دی چې له ګڼو ستونزو سره مخ دی. د افغانستان نږدې اتیا سلنه خلک په کرنه متکي دي، او میلیونونو خلکو او کلیوالو ټولنو ته د ژوند چارو اساسي سرچینه برابروي.

د کمیټې په وینا، دا پروژه چې د سعودي عربستان په مالي ملاتړ پلې کېږي، د کرنیزې ژوند بساینې د ښه کولو او بزګرانو ته د عاید د لا ډېرېدو زمینه برابروي.

د «کار په بدل کې نغدي مرسته» پروګرامونو له لارې به هغه بنسټیزې کرنیزې زېربناوې ورغول شي چې د کرنیزو محصولاتو د کرلو او د ځمکې د ساتنې لپاره اړینې دي.

سربېره پر دې، د پروژې بله موخه دا ده چې د بزګرانو مالي ملاتړ، مرسته او د روزنیزو پروګرامونو له لارې د کرنې په برخه کې د دوی پوهه او وړتیاوې لوړې کړي.

کاترینا ریتز، چې په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې د استازولۍ مشرې کوي، د دې پروژې پر اغېز ټینګار کړی او ویلي یې دي: «موږ د ځايي بزګرانو په توانمندکولو سره نه یوازې د خوړو بېړنۍ سرچینې پیاوړې کوو، بلکې د اوږدمهالې زغم وړتیا او ټیکاو بنسټ هم پیاوړی کوو.

د اسلامي پراختیايي بانک د سیمه ییز مرکز مشر، ډاکټر ولید عبدالوهاب ویلي:

« د افغانستان د بشري اماني صندوق له لارې د سره صلیب پههڅو زموږ کار ، دا ښيي چې د مهمو بشري ننګونو په هوارولو کې ګډ کار څومره اغېزمن رول لري. زه د سعودي عربستان د پراختیا له صندوق څخه مننه کوم چې په دې سخاوتمندانه مرستې سره یې زرګونو افغان کورنیو ته د خوړو د امنیت او اقتصادي ثبات، د لوړولو زمینه برابره کړه.»

تمه کېږي چې دا پروژه له ۱۰ زرو څخه د ډېرو خلکو ملاتړ وکړي، ۷۶۱ کرنیزو کورنیو ته مالي مرسته ورسوي، او په ختیځ، شمال او شمال ختیځ کې ۶۳ بزګرانو ته د کرکیلې ځانګړې روزنه ورکړي، چې د کرلو لارې چارې، د آفتونو مخنیوی او د اوبو مدیریت پکې شامل دي.

کمیټې همدارنګه ویلي چې د سعودي عربستان په مالي ملاتړ «کار په بدل کې نغدي مرسته» به په تلپاتې پروژو کې د ۵۰۰ څخه زیاتو کسانو لپاره د کار زمینه هم برابره شي، چې لومړیتوب به یې اوبه لګونه، د ځمکو ساتنه او د اوبو مدیریت به وي.