امنیت کډوالي

لکڼوال د امریکا پر ملي ګارډ له برید وړاندې له سخت رواني فشار او اوږدې بېکارۍ ځورېده

اېسوشېټېډ پرېس راپور ورکړی چې رحمان‌الله لکڼوال، هغه کس چې د سپینې ماڼۍ ترڅنګ د امریکا د ملي ګارد پر دوو غړو په وسله وال برید تورن دی، له کلونو راهیسې له رواني ناروغۍ، دوامداره بېکارۍ او له اوږدې مودې له انزوا ژوندو سره مخ و.

د دغه راپور له مخې، دا معلومات د هغو برېښنا لیکونو پر بنسټ ترلاسه شوي چې تېر کال د یوه ټولنیز فعال او د لکڼوال د نږدې دوست له لوري «د امریکا د کډوالو او مهاجرت کمېټې» ته استول شوي وو.

راپور زیاتوي چې د لکڼوال د وضعیت په اړه اندېښنې په ۲۰۲۳ کال کې په جدي ډول پیل شوې.

د راپور په حواله، په یوه برېښنالیک کې چې د ۲۰۲۴ کال په جنوري کې استول شوی، لیکل شوي دي:

«رحمان‌الله د ۲۰۲۳ له مارچ راهیسې نور د داسې یو فرد او پلار، چې د کورنۍ نفقې ګټونکي په ډول عادي فعالیت نه درلود.

هغه په همدې میاشت کې خپله دنده پرېښوده او چلند یې سخت بدل شوی دی.»

دا برېښنالیکونه لکڼوال داسې کس انځوروي چې د «تورې انزوا» او «ناڅاپي، بې پامه څو اوونیزو موټر چلونې» سره په دوامداره بدلون کې و.

هغه به ورځې اوان  اونۍ په خپلې تیاره خونې کې تېرولې، له هېچا سره به یې خبرې نه کولې او یوازې د هغه کوچني زامنوبه و کولای چې پیغامونه ورته ورسوي.

راپور وايي، وضعیت تر هغه ځایه رسېدلی و چې یوه ټولنیز فعال اندېښنه څرګنده کړه چې ښايي لکڼوال داسې مرحلې ته رسېدلی وي چې ځان ته زیان ورسوي، نو له همدې امله یې له کډوالۍ اړوند ادارو د مرستې غوښتنه کړې وه.

په راپور کې راغلي چې لکڼوال ځینې وختونه د لنډمهالو ذهني ګډوډۍ دورو ښکار هم کېده او په ناڅاپي ډول به یې په موټر کې له اوږدو واټنونو سفرونه کول.

هغه یو ځل شیکاګو او بل ځل اریزونا ته تللی و.

د امریکایي چارواکو په وینا، نوموړي د برید تر ترسره کولو مخکې هم له واشنګټن ایالت د بلینګهام له ښاره تر واشنګټن ډي‌سي پورې په موټر سفر کړی و.

د هغه کس په وینا چې برېښنالیکونه یې استولي، د لکڼوال کورنۍ هم په دې موده کې له جدي ستونزو سره مخ وه.

نوموړي به ډېر وخت له خپلې کورنۍ بېل تېرولو، او کله چې میرمن یې د خپلوانو لیدو ته وتله، ماشومان به بې له مناسبې پاملرنې پاتې کېدل.

اسوشېټېډ پرېس لیکلي چې د لکڼوال د ماشومانو ښوونځي هم د هغوی د روغتیا، تغذیې او دوامدارو غېر حاضرۍ په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.