د ایران د ملي امنیت شورا سرمنشي علی لاریجاني ویلي، تهران چمتو دی د طالبانو او پاکستان تر منځ د شخړو د راکمولو لپاره «هر ډول هڅه او ابتکار» تر سره کړي.
ایران تر دې مخکې هم د طالبانو او پاکستان تر منځ د ترینګلتیا د کمولو لپاره چمتووالی ښودلی دی او اعلان یې کړی چې د یوې سیمهییزې ناستې د جوړېدو هڅې کوي.
په همدې حال کې، ایران تازه یو پلاوی پاکستان ته استولی دی.
دا څرګندونې په داسې مهال کېږي چې د طالبانو او اسلاماباد تر منځ وروسته له هغې اړېکې ترینګلې شوې، چې پاکستان په افغانستان هوایي برېدونه وکړل او بېا ورسره د ډیورنډ کرښې اوږدو کې اته ورځېنۍ نښتو وروسته دواړو لورو ترمنځ دوحې کې موقتي اوربند وشو.
د دوحې ناستې په تعقیب د طالبانو او پاکستاني پلاوي استانبول کې دوه ځلې خبرو ته کېناستل خومذاکرات بېپایلې پای ته ورسېدل، چې لا هم د طالبانو او پاکستان ترمنځ اړېکې نازک حالت کې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار، تازه په اسلاماباد کې په یوه خبري ناسته کې ویلي چې دغه هېواد په وروستیو ترینګلتیاوو کې تیار و چې د افغانستان دننه د «پاکولو» عملیات ترسره کړي، خو د قطر د جدي غوښتنې او د دې هېواد د منځګړیتوب له پیل سره، پوځي اقدام درول شوی دی.
نوموړي وویل، په هغه مهال چې حالت شخړې ته رسېدلی وو، د قطر لومړی وزیر او د بهرنیو چارو وزیر «هر ساعت» ورسره په اړیکه کې وو او له اسلاماباده یې غوښتنه کوله چې عملیات ودروي څو دوحه د منځګړیتوب مسوولیت پر غاړه واخلي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې د قطر او ترکیې له هڅو سره سره، له طالبانو سره خبرې بېپایلې پاتې شوې دي او ان منځګړي هم د پرمختګ له نشتوالي ناهیلي شوي دي.
اسحاق ډار له طالب چارواکو وغوښتل چې «خبرې او ډيپلوماسي» د شخړو یوازینۍ لاره وبولي او ټینګار یې وکړ چې طالبان باید په خپلو «اړوند نیمګړتیاوو» بیا کتنه وکړي.
بل لور ته، د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ، له دې وړاندې د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو په تړاو، چې د خوست، کنړ او پکتیکا په یو شمېر سیمو کې ترسره شوي وو، پاکستان ته خبرداری ورکړی و چې دوی به په «مناسب وخت» لازم ځواب ورکړي.
د هغه په وینا، په دغو بریدونو کې ۱۰ تنه وژل شوي چې ۹ یې ماشومان و(۵ هلکان، ۴ نجلۍ) او یوه ښځه هم په وژل شویو کې شامله وه؛ هغه پېښه چې د پاکستان د پوځ ویاند په احتیاط سره رد کړې ده.
د یادونې وړ ده، چې د ایران د ملي امنیت شورا سرمنشي علی لاریجاني، تېره اوونۍ د سهشنبې په ورځ د یوه پلاوي په مشرۍ اسلاماباد ته تللی و او له یو شمېر پاکستاني چارواکو سره یې کتنې کړې وې.
د اسلاماباد او طالبانو تر منځ د اړېکو ترینګلتیا د هغه د سفر له مهمو بحثونو څخه وه.
