سپینې ماڼۍ د کانګرس هغه راپور بیا خپور کړی چې لومړی ځل په ۲۰۲۴ کال کې خپور شوی و، او ټینګار کوي چې له افغانستانه د امریکایې ځواکونو وتل جدي امنیتي پایلې لرلې او القاعده په افغانستان کې اته نوې اډې جوړې کړې دي.
د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې، چې مشري یې د جمهوريپالو په لاس کې ده، اعلان کړی و د پخواني ولسمشر بایډن د حکومت یو اړخیز تصمیم امریکا او د هغې متحدینو ته درنې امنیتي ستونزې جوړې کړې دي.
د راپور له مخې، د بایډن حکومت هوډ درلود که د دوحې له هوکړې سره وي او که بې له هغې، امریکايي ځواکونه به له افغانستانه وباسي، او په دې لړ کې یې د افغانستان د حکومت خبرداری، د ناټو د متحدینو اعتراضونه او احتمالي امنیتي پایلې له پامه غورځولې دي.
کمېټه وايي د احتمالي سناریوګانو له نهپاملرنې سره د غیرنظامیانو بېړنۍ ایستنه پر خپل وخت پیل نه شوه، او کله چې طالبان کابل ته ننوتل، د تخلیې بهیر په ډېر ګډوډ او خطرناک حالت کې ترسره شو.
راپور زیاتوي، د تخلیې د امر په ناوخته صادرېدو او د احتمالي بریدونو لپاره د چمتووالي له نشتوالي سره، د کابل هوايي ډګر ته نېږدې مرګونی برید رامنځته شو.
په دې برید کې چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶مه وشو، ۱۳ امریکايي سرتېري ووژل شول او ۴۵ نور ټپیان شول.
دا پېښه له ۲۰۱۲ کال راهیسې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو تر ټولو خونړۍ ورځ وه.
د بهرنیو اړیکو کمېټه همداراز خبرداری ورکوي افغانستان یو ځل بیا د نړیوالو ترهګرو لپاره په خوندي پناه ځای بدل شوی، چې په کې القاعده،داعش خراسان او د طالبانو حقاني شبکه شامل دي.
په راپور کې راغلي چې ایمن الظواهري، د القاعدې مشر، د ۲۰۲۲ کال په اوړي کې په کابل کې آزاد ګرځېده او د امریکايي چارواکو په وینا، خپلو پلویانو ته یې د امریکا پر ګټو د بریدونو د طرحې کولو هڅونه کوله. هغه په هماغه کال د جولای په میاشت کې په یوه هوايي برید کې ووژل شو.
دا په داسې حال کې ده چې طالبان تل داسې راپورونه ردوي او وایي چې القاعده افغانستان کې حضور نه لري، د داعش مرکز پاکستان دی او د افغانستان له خاورې هيڅ هیواد ته خطر نشته.
