د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزیر عطاالله عمري،د روسیې د کرنې له وزیر اوکسانا لوت سره په لیدنه کې د مسکو د همکارۍ غوښتنه کړې ده، څو د کرنې په بېلابېلو برخو کې ګډ کار وشي.
د طالبانو د کرنې وزارت په وینا، دا لیدنه د تخنیکي همکاریو د پیاوړتیا، د تجربو د تبادلې او د کرنې، مالدارۍ او اراضۍ په برخه کې د دوه اړخیزې همغږۍ د ښه کولو په موخه ترسره شوې ده.
د طالبانو د کرنې وزیر پرون د کرنیزو مسایلو په اړه د یوه ناستې ګډون لپاره روسیې ته تللی دی.
طالبان وایي چې د دوی د کرنې وزیر په دغو خبرو کې د اوبو لګولو سیسټمونو د پیاوړتیا، د مواشو د نسل د اصلاح پروګرامونو د پراخېدو، تخنیکي کارکوونکو ته د مسلکي زده کړو او روسیې ته د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د صادراتو د زیاتوالي غوښتنه کړې ده.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، د روسیې د فدراسیون د کرنې وزیر د نوې ټکنالوژۍ د اوبو لګولو، د عصري کرنیزو سیسټمونو او تخنیکي زده کړو په برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.
د طالبانو د کرنې وزارت وایي چې دوی هڅه کوي ستراتېژیکې همکارۍ پراخې کړي، څو د کرنیزو محصولاتو لپاره په سیمهییزه کچه او له سیمې څخه بهر د بازارموندنې او صادراتو زمینه نوره هم پراخه شي.
روسیه یوازینی هېواد دی چې طالبان یې په رسمیت پېژندلي دي.
