د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند راندر جېسوال، نن(جمعه، د قوس ۷ مه) په ایکس کې لیکلي چې نوې ډېلي د عاجلو روغتیايي اړتیاوو د پوره کولو لپاره کابل ته ۷۳ ټنه طبي درمل، واکسینونه او نور اړین تغذیوي توکي لېږلي دي.
د هغه په وینا، دغه مرسته د افغانستان د درملنې مرکزونو د ملاتړ او د اقتصادي وضعیت او وارداتي محدودیتونو له امله د رامنځته شوو کمښت د جبران لپاره لېږل شوې ده.
جېسوال زیاته کړې چې « له افغان ولس سره به د هند پرلهپسې ملاتړدوام ولري.»
د دې مرستې محموله په داسې حال کې کابل ته رسېږي چې د پاکستان پوځ او طالبانو تر منځ د تاوتریخوالي له زیاتېدو او د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګریزو لارو تر بندېدو وروسته د پاکستاني درملو واردات درولي دي.
په وروستیو اونیو کې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر او نورالدین عزیزي، له هند څخه د دوی د سفر وروسته، د طالبانو او نوې ډېلي اړیکې یو ځل بیا یو بل ته نږدې او د باور وړ ګرځېدلي دي.
که څه هم هند د طالبانو د رسمي پېژندلو په اړه لاهم محتاط دریځ لري، خو هندي چارواکو دغه لیدنې د «افغان ولس د عاجلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره عملي تعامل» بللي دي.
په دې لیدنو کې د سوداګرۍ، د توکو د لېږد او بشردوستانه مرستو اړوند موضوعات هم بحث شوي دي
